د ولسي جرګې غړې سامعه سادات له ناوړه قصد څخه روغ ووته
کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو د استازې سامعې سادات عزيزي د سپرلۍ پر موټر تېرماښام په چاریکارو ښار کې وسله وال بريد وشو.
د پروان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمد صادق هاشمي باختر آژانس ته وويل چې په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو د استازې سامعې سادات عزيزي د سپرلۍ پر موټر د پروان د مرکز د چاريکارو ښار په نهمه ناحيه کې وسله وال بريد وشو چې په پايله کې د هغې يو ساتونکى شهيد کړای شو او درې کلن ماشوم یې ټپى شو، خو سامعې سادات ته زيان نه دى اوښتى.
د دغې پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلي.
ختم –ج-ا