کابل باختر دلرم يوه لسمه :
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي نن د استازو د مجلس د غړو له خوا استيضاح شو .
د ولسي جرګې يوشمېر غړو د هيواد د امنيتي حالت، د کورنيو چارو په وزارت کې د نويو ټاکنو او په دې برخه کې د ښاغلي علومي د سليقوي چلند په اړوند خپلې پوښتنې طرحه کړې.
د کورنيو چارو وزير هرې پوښتې ته ځواب ووايه.
ده ټينګار وکړ چې د کورنيو چارو په وزارت کې خيالي سرتيري نشته او په دغه وزارت کې لازم اصلاحات رامنځته شوي دي او پولسيو د جګړې په لومړى رديف کې دي.
نورالحق علومي په هيوادکې د جګړې د حالت په اړوند وويل چې له طالبانو سره بهرني ملاتړ زور اخستى دى، په داسې حال کې چې د ډار اچوونکو په ځپلوکې د پولسيو او د نورو امنيتي بنسټونو د ځواکونو هلې ځلې دوام لري .
ده ومنله چې دښمن په ځينو حالاتوکې په ټيټو کچوکې له نه همغږۍ سره استفاده کوي، خو ټينګار يې وکړ چې د مشرتابه په کچه د قضيو په نسبت يوخيل چلند او ګډ نظر شته .
ده د داعش پروژه د طالبانو په شان يوه بهرنۍ پروژه وبلله چې د طا لبانو په شان زموږ له هيواد څخه بهر يوه اډه لري او ملاتړ يې کيږي .
د کورنيو چارو وزير دغه راز وويل: له افغانستان څخه بهر له طالبانو سره ملاتړ پراخ او جدي دى. که چيرې دغه شان نه دى؛ طالبان دغه ټول لوژستيکي امکانات او مدرنه وسله له کوم ځاى څخه ترلاسه کوي او له کوم ځاى څخه تمويليږي؟
ده وويل: طالبان داسې کسان نه دي چې په خپل فکر وکړي او په خپله تصميم ونيسي؛ بلکې له هيواد څخه په بهرکې ماهر پوځيان دوى ته پروګرام جوړوي او هغوى اداره کوي .
سره له دې چې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د نورالحق علومي خبرې د وکيلانو د جنجالونو او ناندرو په دليل اخلالې شوې؛ خو په پاى کې د ولسي جرګې زياترو غړو د علومي په خبرو او توضيحاتو قناعت وکړ او په دې ترتيب علومي په خپل مقام پاتې شو.