د ولسي جرګې د غړي سيد محمد محمدي پر مړينې د ملي مصالحې عالي شورا د ډاډګيرنې پيغام
کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
په ژورې خواشينۍ سره د جهاد او مقاومت ځلانده څېره او په ولسي جرګه کې د خلکو استازى الحاج سيد محمد محمدي په حق ورسېد.
ارواښاد محمدي آرام، خدمتګار او ملت دوست شخصيت و او د مقاومت په دوره کې ښې کارنامې لري، مړينه يې يوه ضايعه ده.
په ولسي جرګه کې د خلکو د پتمن استازي الحاج محمدي روح ته د فردوس جنت هيله کوو او د ارواښاد له کورنۍ، خپلوانو، د پارلمان له غړیو او د دعوت اسلامي ګوند له مشرتابه سره خواخوږي او غمشريکي کوو.
ختم-ج-ا