د ولسي جرګې د غړو د شهادت د اوومې کاليزې او د نوى بغلان د تروريستي بريد د ټولو شهيدانو په مناسبت د افغانستان د ا سلامي جمهوري دولت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام

کابل – باختر د لړم د مياشتې ١٤مه:
د ولسي جرګې د غړو د شهادت د اوومې کاليزې او د نوى بغلان د تروريستي بريد د ټولو شهيدانو په مناسبت د افغانستان د ا سلامي جمهوري دولت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام
د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګه د مرحومينوهر يو سيد مصطفى کاظمي، الحاج صاحب الرحمن همت، الحاج صبغت الله ذکي، انجنير عبدالمتين، الحاج محمد عارف، نازک مير سرفراز او د ١٣٨٦ هجري لمريز کال د لړم په پنځلسمه نېټه د نوى بغلان د خونړۍ او زړه بوږنوونکې پېښې ټولو قربانيانو او ټپيانو په ګډون د ملي شورا د ولسي جرګې د شپږو پياوړو غړو د وژنې د اوومې کاليزې څخه په ژور خفګان سره يادونه کوي او د پرديو او د دوى د مزدورانو سازمان شوي جنايت يو ځل بيا په کلکو ټکو غندي او محکوموي يې.
د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګه په همغه وخت چې دغه وحشيانه او تروريستي عمل د بغلان د بورو په فابريکه کې ترسره شو او په ډيرې بي رحمۍ سره يې د خلکو د دې استازو او د ښوونځيو د زده کوونکو په ګډون د لسګونو تنو بدرګه کوونکو او عامو وګړو ژوند واخيست، د افغانستان د ملت پر ځان او د افغانستان د دموکراسۍ ، پرمختګ، ترقۍ او بيا رغاونې پر وړاندې يو بي سارى خاينانه بريد او د دغه ولايت د مشرتابه هيئت يوه لويه کمزوري وبلله او د پېښې د عاملينو د کشف، نيولو او مجازاتو غوښتونکي شول چې متاسفانه د اوو کلونو په تيرېدو سره د خلکو او ملي شورا دغه غوښتنه عملي نه شوه.
همدا راز د مشرانو جرګې د شهيدانو د خاطرو په يادونې سره د مرحومينو هر يو استاد عبدالصبور فريد، مولوي محمد ارسلان رحماني او محمد يونس شېرين آغا او دغه راز د ولسي جرګې يو شمېر نور شهيدان مرحومين هر يو عصمت الله محبت، مولوي محمد اسلام محمدي، حاجي حبيب الله، فضل الرحمن څمکني، امير داد محمد خان، محمد هاشم وطنوال، عبدالمطلب بيک، الحاج احمد خان سمنګاني او د مېرمنې شهناز همتي نومونه اخيستل کيږي چې هر يو يې په بېلا بېلو وختونو او ځايونو کې په شهادت رسيدلي دي، خلکو او ملي شورا ډير کلونه په تمه تير کړل، خو د دغې ځنځيري وژنو د عاملينو څخه يو هم ونه نيول شو او نه هم محاکمه شو.
د افغانستان د ملي شورا مشرانو جرګه يو ځل بيا د ملي وحدت له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ملي شورا د خداى بخښلو غړو د زړه بوږنوونکو پيښو په څېړنه کې هر اړخيز کوښښ وکړي او ترهګر او جنايت کوونکې وپيژني او ويې نيسي او د محمدي شريعت او د هېواد د نافذو قوانينو سره سم يې د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.
د مشرانو جرګې رئيس او غړي په داسي حال کې چې يو ځل بيا د دغو عزيزانو او د هېواد د ټولو ګلګون کفنو شهيدانو د خاطرو په قدر يادونه کوي، د دوى نشتوالې نه جبيره کېدونکې ضايعه بولي او د دوى له کورنيو او خپلوانو سره يو ځل بيا ځان په غم کې شريک او د ډاډګېرنې مراتب څرګندوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته