کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣١ مه:
د ولسي جرګې د شكايتونو د اوريدو كميسيون په غونډه كې، چې د عبيدالله باركزي په رياست جوړه شوې وه، پر بيلا بيلو موضوعاتو بحث وشو.
د ولسي جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د غونډې په پيل كې د سرپل ولايت د اوسيدونكي اسدالله اسحاق زي پر عريضه بحث وشو. نوموړي چې د ځمكې د غصب په اړه يې كميسيون ته پخوا هم شكايت كړى و، او د كميسيون له لوري پريكړه شوې وه، چې د موضوع د حل په موخه دې د شكايتونو اوريدو د كميسيون د غړو، د كورنيو چارو، عدليې، ماليې وزارتونو، د سيمه ييزو ارګانونو، ملي امنيت، كارتوګرافي د استازو په ګډون يو پلاوى ياد ولايت ته سفر وكړي، خو د نوموړي ستونزه لا تر دې دمه نه ده اواره شوې.
ورپسې د خوست ولايت د اوسيدونكې بي بي نازكو پر عريضه خبرې وشوې. نوموړې شكايت درلود، چې حويلۍ يې په خوست كې د يوه زورواكي له لوري غصب شوې ده. نوموړې زياته كړه، چې په دې اړه يې د ولسمشرۍ مقام ته هم عريضه كړې، جمهوري رياست د خوست ولايت پر مقام حكم وركړى، چې د خوست ښاروال دې نوموړې ته يوه نومره ځمكه وركړي، خو والي او ښاروال تردې مهال هيڅ اقدام نه دى كړى او د جمهوري رياست حكم ته يې پاملرنه نه ده كړې. د كميسيون غړو تصميم ونيو، چې د خوست والي دې د كميسيون د تلې مياشتې د نهمې نيټې په غونډه كې حاضر، پرته له دې به موضوع له قانوني لارو تعقيب شي.
په غونډه كې د كابل ښار د دوولسمې ناحيې د اوسيدونكې حميرا د عريضې په اړه بحث وشو. نوموړې په خپله عرضپاڼه كې ليكلي و، چې د احمدشاه بآبا مېنې په پنځم بلاك كې يې يوه نومره ځمكه د څو تنو له لوري غصب شوې ده. د كميسيون غړو د موضوع تر څيړلو وروسته تصميم ونيو، چې د ښآروالۍ د دوولسمې ناحيې رئيس او د دوولسمې امنيتي حوزې امر دې د كميسيون د تلې مياشتې د اوومې نيټې په غونډه كې ګډون وكړي.
دغه راز په غونډه كې د هلمند ولايت د يو شمير دولتي مامورينو او خلكو پر عريضه خبرې وشوې. دغو كسانو شكايت درلود، چې دوى د امنيتي ستونزو له امله نشي كولاى د موټرو له لارې كابل ته راشي، نو اړ دي، چې د هوا له لارې سفر وكړي، خو په دې وروستيو كې د هوايي شركتونو له لوري د ټكټونو بيه ورځ په ورځ لوړيږي، چې د خلكو له توان څخه وتلې ده.
د كميسيون غړو موضوع وڅيړله او پريكړه يې وكړه، چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت تخنيكي مرستيال دې د كميسيون د تلې مياشتې د نهمې نيټې په غونډه كې ګډون وكړي او په دې اړه دې معلومات وړاندې كړي.
د غونډې په بله برخه كې د سمنګانو ولايت د دره صوف ولسوالۍ د ايماك زيركي د كلي د اوسيدونكو پر عريضه بحث وشو. دوى په خپله عريضه كې ويلي و، چې د ملاكريم په نوم د يوه كس له لوري ددغه كلي د ليسې د جوړيدو پر وړاندې خنډونه جوړيږي. د دوى په وينا، چې نوموړى غواړي دغه ليسه په يو بل ځاى كې جوړه كړي، كه ليسه په هغه ځاى كې جوړه شي، چې ملاكريم يې غواړي نو زده كوونكي به له زياتو ستونزو سره مخ شي.
د كميسيون غړو تصميم ونيو، چې د ښوونځي د جوړيدو چارې دې ودرول شي او قرارداد دې فسخ شي او د موضوع د څيړلو په موخه دې ياد ولايت ته د كميسيون له لوري ټاكل شوى پلاوى سفر وكړي.
په غونډه كې د سعدبهرام الدين پر عريضه خبرې وشوې. نوموړي شكايت درلود، چې د يوې نومرې ځمكې پيسې يې پنځه ويشت كاله وړاندې بانك ته تحويل كړې او د ملكيت سند يې په لاس كې لري، څه موده وړاندې يې ښاروالۍ ته مراجعه كړې، خو په ښاروالۍ كې د ښاروال د ساتونكو له لوري وهل ټكول شوى دى.
د كميسيون غړو پريكړه وكړه، چې ښاروال دې له ځنډ پرته نوموړي ته خپله نومره، چې پيسې يې بانك ته تحويل كړې او د ملكيت سند يې په لاس كې لري، وركړي.#
0 3 دقیقې لوستل