ټولنه

د ولسي تړون په لسګونو پروژې په پنجشيرکې عملي شوې دي

کابل باختر دزمري دمياشتې ١٧ نيټه :
په پنجشير ولايت کې د دوو کلونو په بهيرکې ۶۱ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د پنجشير ولايت د ولسي تړون د ملي پروګرام رئيس انجنير شفيق الله سلطاني نن باختر آژانس سيمه ييز خبريال فياض رحيمي ته وويل چې په دغو پروژوکې د څښاک  د اوبو د څاه ګانو کيندل، د زراعتي  بندونو ټينګښت او د اوبو او دلمريزې برښنا  د کوچنيو دستګاوو درول شامل دي چې د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا په دغه ولايت کې تطبيقې شوې دي.
انجنيرسلطاني څرګنده کړه چې دغه پروژې د څه دپاسه لسو ميليونو افغانيو په لګښت  د شتل، عنابې او آبشارپه ولسواليوکې تطبيق شوې دي او له ښېگڼو څخه يې د دغو ولسواليو خلک استفاده کوي .
ده زياته کړه چې اوس شل نورې پروژې په دغو ولسواليو کې ترکار لاندې دي چې د کال تر پاى پورې ګټې اخيستنې ته سپارل کيږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته