امنیت

د ولسونودستونزو په حل کې مدني فعالان مهم رول لري

میدان ښار باختر د وري دمیاشتی ٦ :
د میدان وردګو د والي مرستیال وايي د ولسي خلکو د ستونزو په حل کولو کې د مدني فعالانو رول مهم دي او په کار ده، چې دوی اړوندو  ادارو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دغه خبرې ذاکر حسین سلطاني نن د مدني ټولنو له استازو سره دمیاشتنۍ غونډې پر مهال وکړې.
په دې غونډه کې د بیلا بیلومدني ټولنو استازوګډون کړی و، چې د یوشمیر مهمومسئلوترڅنګ يې د ولس ستونزې اودهغه د حل لپاره یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
سلطاني وویل، چې د ستونزود حل په  برخه کې د مدني ټولنو همکاري مهمه ده او ويې ویل، چې د چارود سمون لپاره دې مدني فعالان خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړي.
ده وويل د ولایت مقام او نورې ټولې ادارې د مدني ټولنو رول ته درناوی لري او هم غواړي، چې د چارو دسمون لپاره د مدني فعالانو مشورې واوري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته