ورزش

د ولسواليو د جام د واليبال سياليو دوام وکړ

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٥
د ولسواليو د جام د واليبال سياليو پرون په هرات ولايت کې په څلورو لوبو سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليو کې د غوريانو ټيم د دوو په وړاندې په دريو سره د اوبې ټيم ته ماتې ورکړه؛ د شينډنډ ټيم د دوو په وړاندې په دريو سره دکهسان پرټيم بريالى شو. د انجيل ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د ادرسکن پرټيم بريالى شو او پاى کې د تورغنډۍ ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د پښتون زرغون ټيم ته ماتې ورکړه.
د ولسواليو دجام د واليبال سيالۍ د لسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې او تر اوسه پورې د الف او بي له ګروپونو څخه څلورو ټيمونو د دغو سياليو وروستي نيمايي پړاوته لاره موندلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته