کابل – باختر دغبرګولې دمياشتې ٦
د ولادي فيستولا د له منځه وړلو نړيواله ورځ نن ونمانځل شوه.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دعامې روغتيا د وزارت د ملالۍ زيږنتون او د ملګرو ملتو سازمان د وګړو د صندوق له خوا جوړه شوې وه؛ د عامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل خبرې وکړې او ويې ويل: فيستولا يواځې يوه روغتيايي ستونزه نه ده، بلکې ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي اړوخونه هم لري چې زياتره بيوزلې او بيسواده ښځې اغيزمنې کوي.
په همدې مقصد دې ته اړتيا ده چې د روغتيا او د اميدواره کيدو د حقوقو په باب د ښځو د پوهاوي کچه لوړه کړو.
هره اميدواره ښځه بايد د ماشوم د زيږون په وخت کې په روغتياپال لاسرسي ولري.
وقايه هغه وخت امکان لري چې ښځې د اميداوارۍ له وخت څخه د ماشوم تر زيږون پورې د قابلې له خوا په ولادي څارنو لاسرسي ولري او د کورنۍ د تنظيم په ميتودونو لاسرسي ولري او د زيږونونو ترمنځ واټن بايد په پام کې ونيول شي.
دې وويل: د عامې روغتيا وزارت د اميدوارۍ د روغتيا رياست او د ملګرو ملتو سازمان د وګړو صندوق له ٢٠٠٧ کال څخه راپه دې خوا د ملالۍ په روغتون کې د فيستولا د درملنې د لومړى ملي مرکز ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتو سازمان د وګړو صندوق طبي تجهيزات د دغه روغتون په واک کې ورکړي دي.
دغه راز د دغه روغتون کارکوونکي د ملګروملتو سازمان د وګړو د صندوق په ملاتړ د فيستولا د عملياتو په برخه کې روزل شوي دي. دملګرو ملتو سازمان د وګړو د صندوق رييس ډاکتر انيت رابرتسن ويل چې د ملالۍ روغتون د فيستولا د ناروغۍ د له منځه وړلو د پراخ پروګرام يو بنسټ ده چې موږ د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ هغه په افغانستان پرمخ وړو.
د تيرو پنځو کلونو په بهيرکې د ولادي فيستولا ناروغۍ اخته څه د پاسه څلور سوه پنځه ديرش تنه ناروغان په ملالۍ زيږنتون کې تداوي شوي دي ..
په ٢٠١٠ کال کې د ملګرو ملتو سازمان د وګړو صندوق په دې باب د درسي نصاب په رامنځته کولوکې هم مرسته کړې ده .
په تيرو څلوروکلونوکې د ملالى روغتون ډاکترانو او روغتيا پلانو په منظم ډول روزنيز پروګرامونه جوړ شوي دي .
ددغه پروګرام دزيات پياوړتيا په مقصد دملګرو ملتو د سازمان د وګړو صندوق او دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې له درملنې وروسته ناروغان د ټولنيز د بيا ادغام او د هغو دځواکمن کولو لپاره هر اړخيز پروګرام تطبيق کړي چې له دغو ناروغانو سره مرسته وشي.
دملګرو ملتو سازمان د وګړو د صندوق د ٢٠١١ کال د سري له مخې: له هر زروتنو ښځو څخه څلورتنه ښځې د ولادي فيستولا په ناروغۍ اخته شوې وې.
1 2 دقیقې لوستل