خبرونهامنیت

د وسلو درې قاچاق وړونکي په ننګرهار کې ونيول شول

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
د ملي امنيت منسوبينو په نګرهار کې له ۱۰۰ جنګي وسايلو سره د وسلو د درېيو قاچاقو وړونکو د نيولو خبر ورکړ.
دغه کسان په مومند درې ولسوالۍ کې د عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند باختر آژانس ته وويل چې د دغو قاچاق وړونکو له پټنځي څخه ۱۰۰ تومانچې او جنګي تجهيزات ترلاسه شول.
نيول شويو قاچاق وړونکو په لومړنيو تحقيقاتو کې د جنګي وسايلو په قاچاقو او ورانکارو او تروريستي ډلو ته د هغو پر پلورنې اعتراف وکړ.
تراوسه روښانه نه ده چې دغو قاچاق وړونکو دغه وسلې له افغانستان څخه پېرودلې او یا له پاکستان څخه؟
د ننګرهار د والي وياند وايي چې له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات دوام لري.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته