د وسلو او تجهيزاتو يو برابرونکى په قندهارکې ونيول شو
کابل باخترد ثور دمياشتې ١٦ :
د وسله والومخالفينو د پوځي تجهيزاتو يو برابرونکى په قندهارکې دملي اردو دخاصې قطعې دمسنوبينو دنښتې په بهيرکې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د ګران په نامه نيول شوى قوماندان چې وسلې او مهمات، پوځي تجهيزات او چاوديدونکي توکي يې له پاکستان څخه دقندهار ولايت د ميوندولسوالۍ ته ليږدول، دکوماندو د ځواکونو له خوا او د ملي اردو د منسوبينو د عملياتوپه بهيرکې له يو همکارسره ونيول شو.
ديوبل خبرله مخې: پنځه تنه وسله وال طالبان چې د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ له دريو ميلو سپکو وسلو سره ونيول شول.