کابل باختر د چنګاښ لسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه، په دې وروستيووختوکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو رهبري هم حضور درلود، د هېواد عمومي امنيتي وضعیت وارزول شو او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې وروستي عملیات بریالي بلل شول او څرګنده شوه چې په دغو عملیاتو کې دښمن ته درانده زیانونه اړول شوي دي.
دغه راز د موانعو د لیرې کولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ او له دې ارګان سره د همغږو ادارو د اجرااتو په راپور غور وشو او څرګنده شوه چې دا بهیر په بریالیتوب سره مخته ځي.
په یاده غونډه کې د کابل ښار د لا ښه امنیت د تامین په اړه بحث او خبرې وشوې او د کابل ښاریانو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د ټولو امنیتي ارګانونو په همغږی او ګډې همکارۍ ټینګار وشو.
د هېواد جمهوررئیس او د غونډې ګډونوالو د نېکمرغه کوچنې اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت له امله د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو قدرداني وکړه.
0 1 دقیقه لوستل