امنیت

د وسله والو غلو يوسرګروپ ونيول شو

کابلباختردميزان٦
د وسله والو غلو يوسرګروپ نن په نيمروز ولايت کې دپوليسو سره په نښته کې ټپي شو.
باخترآژانس ته د نيمروز د والي د ويندوى احمدعرب دڅرګندونو  له مخې: دپوليسو ځواکونو د دلارام ولسوالۍ په تلخک سيمه کې له وسله والو غلو سره يو ساعت جګړه وکړه چې له امله يې د هغوى سرګروپ ټپي او ونيول شو او نوريې له ساحې څخه وتښتيدل.
عرب زياته کړه: له وسله والوغلو څخه يو کرولا موټر او دوه کلاشينکوفونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته