کابل باختر دوري شلمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې يوه سيمه يېز قوماندان تېره شپه په فارياب ولايت کې له څلورو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن محمد کريم يورش باختراژانس ته وويل چې، ملا داود او افراد يې دغورماچ ولسوالۍ د چشياي کمپ د ابګرمک په سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
يورش زياته کړه په دې جګړه کې دپوليسو يو سرتيرى شهيد او دوه تنه نور پوليسان برسيرن ټپيان شول .
څو ورځې مخکې هم دفارياب ولايت امنيتي مسوولانو د دغه ولايت د قرمقول ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د نومول شوي ولسوال په ګډون د اوو تنو طالبانو د وژل کېدو خبرورکړى و . ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل