کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
د وسله والوطالبانو له خوا د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ ته نومول شوي ولسوال او پوځي مسوول ووژل شو.
دپکتيا ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د خوشامندولسوالۍ ته نومول شوي ولسوال او نظامي مسوول نور محمد نظام خيل په دې وروستيو وختوکې د پوليسو يوه کمين کې له څلورو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې د دريو تنو پوليسانو او د يوه ملکي وګړي په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: نورمحمد نظام خيل د وسله والو طالبانو د ډلې د يومهم قوماندان په توګه و چې په واټونوکې د ماينونو په ښخولوکې يې زيات رول درلود او کله ناکله يې په افغان پوځيانو او په نړيوالو قوتونو بريدونه کول.
1 1 دقیقه لوستل