د وسله والو طالبانو له خوا د دولت آباد ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال ووژل شو
ميمنه باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه :
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال له څلورو تنو افرادوسره يې تېره شپه په دغې ولسوالۍ کې ووژل شو.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باخترآژانس ته وويل ؛ چې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د دولت آباد ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال قاري ظاهر له څلورو تنو افرادو سره يې د دغې ولسوالۍ د قوش شاکرباى په سيمه کې د افغان پوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شو.
د يوبل خبرله مخې ؛ د فارياب ولايت دقرم قول ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي کميسيون رئيس قاري احمد له دريو تنو نورو وسله والوطالبانو سره ټپي شو.
د فارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند وويل چې دغه وسله وال طالبان د فارياب ولايت د قرم قول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان پوځيانو په هوايي بريد کې ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې ؛ په فارياب ولايت پنځه ماينونه کشف اوشنډشول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي وويل چې د دغې قول اردو د ماين پاکولو ټيم د وسله والو طالبانو له خوا د فارياب ولايت شيرين تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې ځاى پرځاى کړى شوي ماينونه کشف اوشنډکړل.پاى ذ کرالله