امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان په لغمان کې ووژل شو

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
په لغمان ولايت کې د خيبر_ ٦٣١ په عملياتوکې تيره شپه د وسله والوطالبانو د ډلې د يو مشهور قوماندان په ګډون درې تنه ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دلغمان ولايت وياند سرحدي ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل:  دغه عمليات   چې د افغان امنيتي ځواکونوله خوا د عليشنګ ولسوالۍ د نا امنو ساحو د پاکولو په مقصد په دغې ولسوالۍ کې ترسره شول؛ له امله يې د يوسف عليشنګي په نامه  د وسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان ووژل شو او دوه تنه نور يې  ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: ددغوعملياتو په بهېرکې د شمکک او قلاتک کلي د طالبانوله شتون څخه پاک شوي دي .
د ځواک د څرگندونوله مخې:  ددغو عملياتو په بهيرکې يو سيمه ييز پوليس شهيد او يوتن بل يې ټپي شوى دى .
دغه عمليات د عليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته