د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ووژل شو

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ١٤ :
د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان نن له دريو تنو افرادو سره يې د افغان امنيتي ځواکونو او د ايتلاف د قوتونو له خوا په بغلان ولايت ووژل شو.
آيساف باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي: افغان امنيتي ځواکونو او د ايتلاف قوتونو د بغلان ولايت د بورکې ولسوالۍپه مربوطاتوکې  ګډعمليات ترسره کړل چې له امله يې د جمال نامه د وسله والوطالبانو يو قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
دغه راز دملي اردو دکوماندو ځواکونو پرون د هلمندولايت د سنګين ولسوالۍپه مربوطاتوکې خاص عمليات ترسره کړل او درې تنه ماين ښخوونکي طالبان يې ووژل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته