امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان دافغانستان په ختيځ کې د ناټو په هوايي بريد کې ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٨ :
د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان له دوو تنو افرادوسره يې تيره شپه  د افغانستان په ختيځ کې د ناټو په هوايي بريد کې  ووژل شول.
په  دغو قوماندانانو دوايګل ولسوالۍ بازار ته څيرمه د دوى په پټنځي کې د ناټو د جنګي الوتکو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
د نورستان ولايت سرپرست حافظ عبدالقيوم د باخترآ ژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کــې  د طالبانو يو  قوماندان له دريو تنو افــرادو سره يې ووژل شو.
خو د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يو جګپوړى قوماندان وايي چې په دې پيښه کې د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان له دوو تنو افرادو سره يې وژل شوي دي.
د نورستان ولايت سرپرست تائيدوي چې دغه طالبان د يو لړ تروريستي بريدونو په پلان  جوړولو بوخت وو چې د ناټو د الوتکو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته