امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې درې تنه غړي په جلال آباد ښارکې ونيول شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣:
د وسله والوطالبانو د ډلې درې تنه غړي پرون د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې ونيول شول .
دغه  طالبان کله چې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې د يو لړ تروريستي پيښو د ترسره کولو لپاره چمتو شوي وو، د ملي امنيت د مامورينو په ځانګړو عملياتوکې ونيول شول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د وسله والو طالبانو د ډلې دغه درې تنه غړي ديولړ تروريستي پيښو د ترسره کولو لپاره د جلال آباد ښار ته ننوتي وو چې ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې : 
يوولس تنه په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلو جنايي پيښو په اړوند ونيول شول.
پوليس وايي چې په دغوکسانو دغلا، وژنې، د نشه يي توکو د پلورنې او د سندونو د جعل کولو تور لګول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته