امنیت

د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان په قندهارکې د ملي امنيت له خوا ونيول شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
د قندهار ولايت د ملي امنيت ادارې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو د نيولو خبر راکړ.
د قندهار ولايت د ملي امنيت د ادارې د څرګندونو له مخې: د طالبانو دغو دوو تنو قوماندانانو چې د قندهار ولايت په مرکز او د خاکريز ولسوالۍ په مربوطاتوکې په زياترو تروريستي او ورانکارو عملونوکې ونډه لرله؛ د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
د يوې خبرپاڼې له مخې: دواړو قوماندانانو په خپل جرم اعتراف کړى دى.
د قندهار ولايت د ملي امنيت د ادارې د څرګندونو له مخې: دغه دواړه قوماندانان د قندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ اوسيدونکي دي او په دغې ولسوالۍ کې يې دوه ډلې مخالفين رهبري کول.
دا چې څه وخت دغه دوه تنه قوماندانان نيول شوي دي؟ معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته