کابل باختر دکب شپږمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان نن په ارزګان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه د ترينکوټ ښار ته څېرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو په کاروان بريد وکړ .
دترينکوټ دپوليسو يوه مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل چې په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
دغه راز د ازرګان ولايت امنيتي ځواکونو د دهراوود په ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو ډلې د جنګي وسايلو يوه ډيپو ترسره کړه.
په دې ډيپوکې په لسګونوسپک او درانده جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل