امنیت

د وسله والوطالبانو يو قوماندان ووژل شو

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٦ :
د ملي اردو منسوبينو د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات  ترسره کړل چې له امله يې د حضرت علي په نامه  د وسله والو مخالفينو يو قوماندان ووژل شو او يو ماين کشف او شنډکړاى شو.
د يوبل خبرله مخې:
د ملي اردو منسوبينو د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله  يې دوه تنه  وسله وال مخالفين ټپيان شول.
دغه راز  دملي اردو يو منسوب په سړک کې د ښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته