کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
وسله والو طالبانو په غزني کې د خپلو اتو تنو يرغملو له جملې څخه شپږ تنه آزاد کړل .
دغه اته تنه مسافران دوه ورځې مخکې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې د اړوندو کسانو له خوا د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې له لوى لارې څخه تښتول شوي وو.
د غزني ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې وويل چې وسله والو طالبانو د خپلو اتو تنو يرغملوله جملې څخه شپږ تنه يې نن سهار آزاد کړل .
ده وويل: د دغوملکي وګړو په خلاصون کې له طالبانو سره هيڅ راز معامله نه ده شوې.
په همدې حال کې د پوليسو يو مقام وايي چې د وسله والو طالبانو له منګولو څخه د دوو تنو نورو يرغملو د خلاصون لپاره هلې ځلې دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل