د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر د وږي  نهمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا نوبتي غونډه نن سهار په سپېدار ماڼۍ کې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبداالله په مشرۍ او ټولو غړو په ګډون جوړه شوه.
دوزيرانوشورادارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبرورکړ.
د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې د هیواد د امنیتي مسائلو ترڅنګ د وزیرانو شورا دتیرو پرېکړو او فیصلو د تطبیق، د هیواد د کانونو او معدنونو د امنیت دساتنې پر وړاندیز شوې طرحه، د افغان حکومت په مالي مصارفو د بهر میشتو افغان محصلينو پر ستونزو، تاجکستان هیواد ته د کډوالو او بیا راستنېدونکو د وزیر د سفر پر لاسته راوړنو، په هرات کې د افغان-هند د دوستۍ بند پر ساتنه او مراقبت، د نا امنو سیمو د ښوونکو پر تنخواګانو او په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو د شپزم سیمه ییز کنفرانس پر جوړېدو باندې بحث وشو.
په هیواد کې د وروستیو حالاتو او له خاطره یې متضررینو ته د رسېدګۍ په هدف، د وزیرانو شورا نننۍ غونډې ته د افغاني سرې میاشتې رئیسه هم غوښتل شوې وه ، چې په څو راتلوونکو غونډو کي به هم ګډون کوي.
د غونډي په پیل کي د هیواد دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازو د تیري اوونۍ په اوږدو کي د په شمال، ختیځ او سهیل کي د وروستیو نظامي عملیاتو په اړه معلومات وړاندي کړل.
هغوی وویل، چي د اوسپنیز مثلث عملیات په خورا بریالي توګه مخته تللي او ترڅنګ یې د جنوبي ولایت هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کي هم ګڼ شمېر مخالفین ځپل سوي دي.
ددوی په وینا چي د تیري اوونۍ پرمهال په محاربوي او چاڼیزو عملیاتو کي تر ۳۰۰ زیاتو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او لوی تعداد ساحې ورڅخه پاکي سوي دي.
امنیتي مسؤلینو وویل، چي دتیري اوونۍ په ترڅ کي د هیواد خاصو او کمانډو ځواکونو هم ۱۲ جلا عملیات کړي، چي د مخالفینو پټن او روزن ځایونه له منځه تللي او د منځنۍ او لوړي کچي قومندانان یې پکښي وژل سوي دي.
د وزیرانو شورا ننۍ غونډي ته د یاد مجلس د دارلانشا لوی رئیس بریالي ارسلايي د ۱۳۹۴ لمریز کال په لومړۍ ربعه کي د تائید سوو فیصلو د تحقق په اړه راپور وړاندي کړی.
هغه وویل، چي د وزیرانو شورا د ۱۳۹۴ لمریز کال په لومړیو درو میاشتو کي ۹ غونډي کړي، چي پکښي ۱‍۷۶ فیصلې سوي او اړوندو وزارتونو، ولایتونو او مستقلو ادارو ته د اجراآتو لپاره لېږل سوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چي له پورته ذکر سوو فیصلو څخه ۱۱۷ یې په معین وخت کي اجراء سوي، ۴۶ یې د اجراآتو په درشل کي دي او ۱۳ نوري یې د ټاکلي مودې د نه رسېدو له خاطره نه دي اجرا سوي.
په غونډه کي وروسته د معدن او پټرولیم وزارت لخوا د هیواد د معدنونو د ساتني په هدف جوړه سوې طرحه تر بحث لاندي ونیول سوه.
د کانونو وزیر ډاکټر داود شاه سبا غونډي ته وویل، چي د هیواد ټول ۱۲۰۰ معدنونه د غیر قانوني او فني کیندونو څخه نیولې، تر سیمه ییزو او نړیوالو قاچاقبرانو او زورواکانو پوري، له بیلا بیلو خطرونو سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړه، چي دفعتاً د هیواد قانوني ډبري او نور معدني مواد په غیر فني توګه اخراج او پر غیر قانوني لارو باندي بیرون ته په قاچاقي توګه وړل کيږي، چي باید مخه یې ونیول سي.
هغه وړاندیز وکړی، چي د هیواد تر مځکي لاندي ذخایرو د ساتني او قیمتي ډبرو د قاچاق د مخینيوي لپاره دي، یوه ځانګړې کمېټه جوړه او ټولو ستونزو ته دي، تر اساسي څېړني وروسته حل لاري پیدا کړي.
د اجرائیه رئیس په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډي د کانونو د وزیر یاد وړاندیز تائید او د کانونو وزارت په منشي توب او د کورنیو چارو وزیر په مشري یې، د ملي امنیت ریاست، ملي دفاع، اطلاعاتو فرهنګ او حج و اوقاف وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادارې په غړیتوب فرعي کمېته ایجاد کړه.
دا کمېټه به میاشتنۍ غونډي کوي او د هیواد په کچه به ترمځکي لاندي ذخایرو د ساتني او ښې استفادې لپاره لازم فعالیتونه کوي او راپور به یې د وزیرانو شورا ته ورکوي.
اجرائیه رئیس د حج او اقافو وزارت ته لارښوونه وکړه، چي د مساجدو او ملا امانو له طریقه د خلکو په منځ کي له کانونو څخه د ساتني په اړه پوهاوی زیات کړي، څو ولس خپله له دې شتمنیو ساتنه وکړي.
په ننۍ غونډه کي همداراز د هغو افغان محصلینو د ستونزو په اړه هم بحث وسو، چي د افغان حکومت په مالي مصارفو دامهال له هیواد دباندي د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په سطحه زدکړي کوي.
د هیواد د لوړو زدکړو وزیري ډاکټري فریدې مومند د وزیرانو شورا ته وویل، چي افغان حکومت له تیرو څلورو کلونو راهیسي په خپل مصرف محصلین بهر ته د لوړو زدکړو لپاره لیږي، خو په خبره یې، چي سږ کال د هغوی لپاره په پام کي نیول سوې بودجه کفایت نه کوي او دوی دا مهال له ستونزو سره مخ دي.
هغې وړاندیز وکړی، چي د مالیې وزارت دي ورسره د بودجې د کمښت ستونزي په حل کي مرسته وکړي، څو خارج میشتو افغان محصلینو ته رسیدګي وسي او ستونزي یې حل سي.
په دې اړه د مالیې وزارت د معین مصطفی مستور او نورو اړوندو وزیرانو له بحثونو او پېشنهادونو اورېدلو وروسته، د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه، چي د راتلونکي مالي کال په بودجه کي دا ستونزه په پام کي ونیول سوي او د سمدستي حل په موخه دي د وزیرانو شورا په فرهنګي او تعلیمي کمېټه کي پرې بحث وسي او راپور دې وزیرانو شورا ته ورکړه سي.
د وزیرانو شورا په نوبتي غونډه کي وروسته د کډوالو او بیا راستنېدونکو وزارت وزیر ښاغلي عالمي بلخي تاجکستان هیواد ته د خپل وروستي سفر په اړه راپور وړاندي کړی.
نوموړي وویل، چي هلته افغان کډوالو د استوګني ساحو د تعین ترڅنګ د تعلیم، روغتیا او کار موندني په برخو کي ستونزي درلودي، چي یو تعداد له تاجک چارواکو، ځیني نور یې له UNHCR او باقي مانده به یې د کور دننه له اړوندو ادارو سره مطح کړي.
هغه زیاته کړه، چي تاجکستان کي د المان هیواد سفارت تېرو کلونو کي افغان کډوالو ته د لوړو زدکړو بورسونه ورکول، په وینا یې، چي دا پروسه هم درېدلې ده.
د هیواد اجرائیه رئیس د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل، چي کابل کي له جرمني سفیر او په تاجک پلازمېنه دوشنبه کي د افغان سفارت له طریقه له الماني سفارت سره تماس کي سي او افغان کډوالو ته د بورسونو د ورکړي مسئله حل کړي.
هغه همداراز د افغاني سرې میاشتي، پوهني او کډوالو وزارتونو ته هدایت وکړی، چي تاجکستان کي د میشتو مهارجرینو د تعلیم غم وخوري او له اجراآتو یې مقام ته ډاډ ورکړي.
د نن په جلسه کي همداراز د هرات ولایت اړوند د افغان-هند دوستۍ بند څخه د سالمي ګټي اخستني، ساتني او مراقبت په اړه هم بحث وسو او د اوبو او برېښنا وزیر یې په اړه مجلس ته ګزارش ورکړی.
هغه وویل، چي دا او د هیواد اکثره بندونه، چي د برېښنا او کرهڼیزو موخو لپاره کارول کيږي ساتني او مراقبت ته یې پام نه کيږي او کرار کرار له خپله اصلي ظرفیت څخه ټیټي کچي ته ځي.
نوموړي زیاته کړه، چي د یاد بند څخه لازمي ګټي اخستني ته یې لويي ننګوني تخنیکي مدیریتي او د اوس مهال لپاره مالي ستونزي دي، چي ورسره لاس او ګريوان دي.
هغه پېشنهاد وکړی، چي د یاد بند څخه د ښې ګټي اخستني، ساتني او مراقبت لپاره اړ دي، چي یو مستقل بودجوي واحد رامنځ ته او له طریقه یې دغه بند مدیریت او وساتل سي.
وروسته د مالیې وزارت معین وویل، چي دوی د دولتي په خزانه کي د بندونو د ساتني اومراقبت لپاره مشخص کوډونه لري، چي له هماغو په استفاده کولای سي، ددې بند لپاره هم کار وکړي.
په دې اړه تر بحثونو وروسته، فیصله وسوه، چي یاده موضوع په پوره تفصیل او تخنیکي اړخونو ته په کتني سره د وزیرانو شورا په اقتصادي کمېټه کي وڅېړل سي او پرېکړه یې وزیرانو شورا ته وړاندي سي.
د وزیرانو شورا د ننۍ غونډي په اجنډا کي د هیواد په نا امنو سیمو کي د معلمینو د معاشاتو موضوع هم ځای سوي وه. د پوهني وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل، چي د هیواد په یو تعداد نا امنو ولسوالیو کي لا هم مکتبونه نسته او یا هم په ډېر ضعیف وضعیت کي دي، خو د ښوونکو معاشونه یې اوس هم د دولت له بودجې پرداختيږي.
هغه پیشنهاد وکړی، چي د وزیرانو شورا دي په اړه فیصله وکړي، چي پوهني وزارت همدا سیستم په اوسنۍ توګه وساتي او که یې په اړه د قانون په رڼا کي تغیرات راولي.
پر دې موضوع هم تر هر اړخیزو بحثونو وروسته فیصله وسوه، چي د موضوع د کره والي او نورو معلوماتو تر لاسه کولو په هدف دي، پوهني وزارت د وزیرانو شورا راتلونکي غونډي ته تفصیلي راپور وړاندي کړي، او د هماغه ګزارش پر اساس به د معلوماتو په رڼا کي فیصله وسي.
د نن د جلسې وروستۍ موضوع په کابل کي د اقتصادي همکاریو د شپزم سیمه ییز کنفرانس RECCA جوړېدنه وه. غونډي ته د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، چي یاد کنفرانس به د روان کال د سنبلې میاشتي پر ۱۳ او ۱۴ نېټه په کابل کي جوړ سي.
هغه وویل، چي دې کنفرانس کي به د ۴۰ هیوادونو او ۱۵ نړیوالو سازمانونو لوړ رتبه استازي برخه واخلي او پر سیمه ییزو اقتصادي همکاریو به بحث وکړي.
نوموړي وویل، چي ددې کنفرانسونو لومړی هغه یې په ۲۰۰۵ میلادي کال کي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په نوښت او کوربتوب په کابل کي جوړ سوی وی او راتلونکی هغه به یې د ترکمنستان په غوښتنه په هغه هیواد کي جوړ سي.
هغه زیاته کړه، چي افغان حکومت دې کنفرانس ته کامله امادګي لري او هیله لري، چي له همکارو هیوادونو سره په ګډه د اقتصادي ودي لپاره په تجارت، ټرانزیټ او ګډو پروژو باندي هوکړو ته ورسيږي.
د ریکا په اړه وروسته د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رئیس وحیدالله ویسي تفصیلي راپور وړاندي کړی او دا کنفرانس یې د اسیايي هیوادونو پر ځان بسیا کېدني او د افغانستان د اقتصادي ودي لپاره طلايي چانس یاد کړی.
غونډه د کانکور امتحانونو لپاره د یوې مستقلې کمېټې د رامنځ ته کولو پر مسئله په بحث کولو سره پای ته ورسېده او فیصله وسوه، چي په دې اړه دي تخنیکي بحثونه دوام ولري، خو سمدستي دي دا پروسه په اوسني شکل سره مخ ته ولاړه سي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته