د وزيرمحمداکبرخان روغتون عاجله څانګه معياري شوه

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١١ :
د وزيرمحمداکبرخان د روغتون عاجله څانګه د شلو بسترو په ظرفيت پراختيا وموندله او د اړتيا وړ په عصري طبي وسايلو هم سمباله شوه .
دغه اقدام د عامې روغتيا وزارت له خوا د شفاخانه يي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په دوام ترسره شوى دى.
د باختر آژانس دخبرله مخې:  
د دغه روغتون د عاجلې څانګې د پرانستلو په مراسموکې د عامې روغتيا وزارت معين ډاکتر عبدالبصير سروري وويل: د عامې روغتيا وزارت د ژمنې له مخې  چې د خپل کار په لومړيو ورځوکې يې کړې وې؛ دا دى د وزير محمداکبرخان د روغتون عاجله څانګه د اړتيا وړ په پرمختللو سامان  آلاتو سمباله او ظرفيت يې شلو بسترو ته لوړ شوى دى.
د عامې روغتيا وزارت سلاکار  ډاکتر قمرالدين صديقي وويل: په دې څانګه کې د دې ترڅنګ چې ناروغانو ته د اکسجن د ورکولو سيستم معياري کيږي؛ په هغه کې درملتون، اکسرې او لابراتوار هم جوړ شوي دي.
ډاکتر صديقي وويل:  د وزير محمداکبرخان د روغتون په  عاجله څانګه کې  ١٥تنه ډاکتران، ١٢تنه روغتياپال،  د اورتوپيدۍ، عمومي داخلې  او د عمومي  جراحۍ په څانګوکې موظف شوي دي.
تر اوسه پورې د هېواد په مرکز او يو شمېر ولايتونوکې د څوارلسو روغتونونو  عاجلې څانګې په پرمختللو وسايلو سمبالې او معياري شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته