د وزيرانو شورا نوبتي غونډه د حامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا نوبتي  غونډه نن له غرمې مخکې د جمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍکې جوړه شوه.
د چارو  د ادارې او د وزيرانوشورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ: 
له اجنډاسره سم، د ماليې وزير د ٢٠١٣  او ٢٠١٤ کلونولپاره د بدلون اوليږدول په پړاوکې د پانګې اچونې د هڅونې د پاليسى طرحه غونډې ته وړاندې کړه او د دغې طرحې هدفونه يې په بېلابېلو سکټورونوکې دپانګې اچونې لپاره دمشخصو اسانتياوو برابرول، د پانګونې جلب او جذب،  د پانګې د تيښتې مخنيوى، دکار دفرصتونو او د باور د فضا برابرول، د هيوادوالو د انديښنې کمښت اوعامه سوکالۍ وبلله چې د صنعت، ساختماني، کرنې، د صادراتو د پرمختيا  او دکانونو د سکټورونه په ګډون په پنځومهمو برخوکې طرحه شوې ده.
د وزيرانو شورا د دغې طرحې په باب له هر اړخيزوخبرو وروسته، د ماليې، سوداګرۍ اوصنايعو ، اقتصاد او دښار جوړولو د چارو وزيران، دجمهوري رياست  ستر اقتصادي سلاکار او د کنترول اوپلټنې په چاروکې د جمهور رييس سلاکاريې د عدليې د وزير په مشرۍ موظف کړل چې دعامه شتمنيو او د دولتي ملکيتونو د ساتنې او مصوونيت په مقصد دې دغه طرحه په هيوادکې له نافذو قوانينو سره سمه په هراړخيز توګه  وڅيړي اوموافقه  شوې طرحه دې د دوو اوونيو په د ننه کې د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي.
وروسته د عدليې وزارت مسلکي معين او سرپرست د واټ د ترافيکو دقانون  د دوه پنځوسمې مادې د تعديل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې دتائيد وړ وگرځيده.
وروسته ده د امنيتي تصدۍ د اساسنامې د دريمې او د يوپنځوسمې مادې د تعديل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې دتائيد وړ ونه گرځيده او دکورنيوچارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د محافظتي پوليسو د تشکيل د زياتوالى طرحه دې د هغو عيني اړتياوو په پام کې نيولو سره برابره او د وزيرانوشورا ته دې وړاندې کړي.
وروسته د ماليې وزير دکورنيو چارو او د ملي دفاع د وزارتونو عادي بودجې ته  د دغو وزارتونو د پرمختيايي بودجې له سرجمع څخه د پنځلس اعشاريه اووه ملياردو افغانيو د تعديل وړانديز طرحه کړ چې د تائيدوړ وگرځيد.
ورپسې د ماليې وزير باالمقطع قراردادي کارکوونکو ته داړتيا او د هغوى دمعاش د ورکولو د څرنګوالى په باب دموظف کميسيون نظرغونډې ته طرحه کړ او څرگنده  يې کړه چې دغه طرحه د وزيرانوشورا د ١٣٩١ کال دسلواغي دمياشتې د نهمې نيټې دغونډې له پريکړې سره سم، دملکي خدمتونو دکارکوونکو او له قانوني، تشکيلاتي او مالي پلوه د باالمقطع کار له مقررې سره سمه برابره شوې ده چې د هغې له  مخې د معاشونو معيارمشخص او دباالمقطع  معاش د اجراکولوپه برخه کې د دولتي چارواکوصلاحيت ټاکل شوى دى چې د وزيرانو شورا له خوا د تصويب وړ وگرځيده.
دغونډې دکار په دوام د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس د جايدادونو استملاک په دې ډول غونډې ته طرحه کړ.
د شمالي او ختيځو ګاونډيانو د ملکيت په ګډون، د اعليحضرت احمدشاه بابا  دراني دکور د استملاک د تاريخي ساحې په توګه د هغه دثبت په مقصدغونډې ته طرحه کړ.
د وزيرانوشورا د ماليې او اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او د سيمه ييزوارګانونو خپلواکه اداره موظفه کړه چې دقندهار د والي په همکارى دې ساحه له نږدې وګوري او د تاريخي ساحې په توګه دهغه داستملاک اوثبت  څرنګوالى وڅيړي او موافقه شوې طرحه دې د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي .
وروسته دحاجي عبيدالله دحاجي فيض محمد د زوى د ملکيت د پنځه زره شپږ سوه شپيته متره مربع ځمکې د استملاک چې په هغې کې د ډنډ له ساحې خڅه دقندهار ښار ترهندو چوک پورې سړک جوړشوى دى؛ غونډې ته طرحه کړ.
د وزيرانوشورا د سيمه ييوز ارګانونو خپلواکه اداره او د قندهار ولايت موظف کړل  چې په اړونده مخزن اومحکموکې د هغې دجايدادونو دملکيت  د سندونوله تثبيت وروسته دې د هغې د استملاک پيسې ورکړي.
دغونډې دکار په دوام د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې  رييس د دوه ويشتو مليونو يوسلو اووه اتيازرو درې سوه څلويښتو افغانيو په ټوله بيه د سيدعبدالله د ملکيت د پنځه زره دوه اتيا اعشاريه اووه متره مربع ځمکې استملاک چې په هغې کې د جوزجان ولايت د عرب خان ليسه جوړه شوې ده؛ غونډې ته طرحه کړ چې د تصويب وړ  وگرځيد او د ماليې وزارت موظف کړى شوچې د استملاک پيسې يې د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې په  همکارى خاوندانوته يې ورکړي.
وروسته د اختياري، عادي او پرختيايي بودجې د سپما په اړوند د ماليې وزارت د  ١٣٩٢ کال د وري د مياشتې د ٢٦ نيټې ٢٤١١٧٣ ګڼه متحدالمال ليک غونډې ته طرحه شو.
د وزيرانو شورا له دې امله د دولتي ارګانونو په ځينو اجرااتوکې د خنډ د رامنځته کيدو په نسبت د هغه تطبيقي اړخ تائيد نه کړ او د ماليې وزارت يې موظف کړ چې د اقتصاد د وزير، د ملي امنيت د شورا د رييس، دجمهوري رياست د ستراقتصادي سلاکار، د چارو د ادارې او وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رييس او د کنترول او پلټنې په  چاروکې د جمهور رييس د سلاکار په همکارى د عوايدو دکمښت علتونه په لګښتونوکې دسپما له طرحې سره جوخت  دعايداتي سرچينو په تفکيک سره برابر او د وزيرانو شورا ته دې وړاندې کړي.
دغونډې دکار په دوام  د وزيرانو شورا د اطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت موظف کړ چې د باختر د خزانې د آثارو رپوټ چې له کومې نيټې څخه په کومو هيوادونوکې نندارې ته وړاندې شوي دي او وروسته په کومو هيوادونو کې نندارې ته وړاندې کيږي؛ هيواد ته دهغو بيرته ستنولو د نيټې او د هغوى له نمايشاتوڅخه دترلاسه شوي عوايدپه مفصل ډول په  چاپي او تصويري مطبوعاتوکې خپاره کړي او د وزيرانو شورا ته دې رپوټ وړاندې کړي.
دغونډې په وروستۍ برخه کې  د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين او سرپرست  له خوا شپږ مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول چې له دې جملې خڅه پنځه مورده يې دتائيد وړ وگرځيدل او پريکړه وشوه چې دافغانستان داسلامي  جمهوريت او د اروپا د اتحاديې ترمنځ د مشارکت او پراختيا په باب دهمکارى موافقه ليک د زياتو خبرو په مقصد دملي امنيت د شورا غونډې ته طرحه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته