د وزيرانو شورا نوبتي غونډه دحامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه
کابل باختر دتلي څليرويشتمه
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دجمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ: دغونډې په پيل کې د وزيرانو شورا دسرې مياشتې د ځانګړې اوونۍ له امله چې دتلې دمياشتې په وروستي اوونۍ کې نمانځل کيږي؛ د دولتي کارکوونکو د اعانې د ورکولو په باب دافغاني سرې مياشتې د ټولنې غوښتنه وڅيړله ، پريکړه يې وکړه چې د وزيرانو شورا غړي دې دسرې مياشتې د ځانګړې اوونۍ له امله دخپلې يوې اوونۍ معاش داعانې په ډول دغې ټولنې ته وليږدوي .
له اجندا سره سم دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رييس صادق مدبر دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس د ١٣٩١ کال د زمري دمياشتې د پنځمې نيټې د ٤٥ ګڼه فرمان د تحقق د څرنګوالې په باب غونډې ته داسې معلومات وړاندې کړل:
په پيل کې ده دباميانو ولايت ته دجمهوري رياست د دويم مرستيال ، محمد کريم خليلي په مشرۍ دترانسپورت او هوايي چلند ، دکليو دبيا جوړولو او پراختيا ، کرنې او اوبو لګولو، لوړو زده کړو ، فوايد عامې او د ښار جوړولو دچارو د وزيرانو او د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې د رييس دکاري سفر په باب غونډې ته معلومات وړاندې کړل او وې ويل چې ددغه سفر په بهير کې د اداري واحدونو ، پرمختيايي پروژو په کتنې ، دسيمه ئيزو ستونزو په اوريدو او له خلکو سره په کتنې سربيره دباميانو _ يکاولنګ سړک ، لمريزې بريښنا ، دپوهنتون د اداري ودانۍ ، د کرنې او دښوونې او روزنې د پوهنځيو د ودانيو ، د ملا غلام د تحقيقاتي فارم ، دخوراکي توکو د زيرمې دګوډام ، دکرنې او اوبو لګولو رياست او د نرسنګ دښوونځى د ودانيو په ګډون نهه عمراني پروژې پرانستل شوې او ګتې اخستنې ته وسپارل شوې .
دغه راز ديکاولنګ دمجاهدينو د ښارګوټې او دکروندګرو دښارګوټې دپروژو او ددغه ولايت د دوه سوه بستريز روغتون دپروژو دکار پرانست او دباميانو _ اونى غاښى د سړک دکار دپرمختګ بهير کتلى دي .
په همدې ترتيب دپوهنې ، سوداګرۍ او صنايعو ، اطلاعاتو اوفرهنګ او دحج او اوقافو وزيرانو او دسيمه ئيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس د جمهور رييس د ٤٥ ګڼه فرمان دتحقق او د دويمو واحدونو دکتنې په خاطر دکاپيسا ، لوګر ، کونړ ، ننګرهار او لغمان ولايتونو ته کاري سفرونه کړي دي .
وروسته ده په دريو مياشتوکې د فرمان دلارښوونو دپمرختګ په اړوند چې د روان کال د لړم دمياشتې په پنځمه نيټه وخت يې بشپړيږي، د دولتي املاکو د غضب په باب دکرنې او اوبو لګولو وزارت د رپوټ د تفصيل په اړوند غونډې ته معلومات وړاندې کړل .
دغه راز ددغه فرمان د نورو لارښوونو په باب ديادونې وړ پرمختګونه شوې دي ، د دې هيله شته چې په ټاکلې وخت کې عملي شي .
د وزيرانو شورادکرنې او اوبو لګولو وزارت او دچارو د اداري او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست موظف کړل چې دهيواد په ولايتونوکې دغصب شويو دولتي ځمکو اندازه دهغو دغاصبينو له نومونو سره دقيقه او مشخصه کړي او د وزيرانو شورا راتلونکو غونډو ته دې رپوټ وړاندې کړي .
داجندا په بله برخه کې دنړيوالو بانکونو له اوږدمهالو پورونو او له نورو عايداتي سرچينو او منابعو څخه په استفادې سره دبريښنا او د اوبو د بندونو دسترو پروژو دجوړولو د تمويل په باب اوږدې خبرې وشوې او پريکړه وشوه چې د انرژي او اوبو، کرنې او اوبو لګولو او دکانونو وزارتونه دې دبريښنا او د اوبو لګولو دبندونو فهرست د اوبو ، ګاز ، ډبرو سکرو ،باد او له نورو انرژيکي منابعو څخه دهغو دلومړيتوبونو په ټاکنې سره دپانګې اچونې، د انرژي دتوليد او دهغو ځمکو د پراختيا له پلوه چې تر اوبو لګولو لاندې نيول کيږي؛ په پنځو کلونوکې د دوه زره ميګاواټه بريښنا دتوليد په پام کې نيولو سره، له اقتصادي پلوه مطالعه کړي او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په مشرۍ په خاصه اقتصادي غونډه کې د تصميم نيولو په مقصد وړاندې کړي .
وروسته دکورنيو چارو وزير او ددغه وزارت اداري معين او تخنيکي ټيم دافغانستان داسلامي جمهوريت داتباعو دمعلوماتي فورم په اړوند د تابعيت د الکترونيکي تذکرې دصادرولو په مقصدغونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل .
د وزيرانو شورا د کورنيو چارو وزارت موظف کړ چې معلوماتي فورمې دغونډې له يادونې سره سمې تصحيح کړي او دجمهوري رياست مقام ته دې وړاندې کړي .
ورپسې دملي دفاع وزير د وسله وال پوځ منسوبينو ته د کورونو دجوړولو او ويش دپاليسي طرحه غونډې ته وړاندې کړه، د وزيرانو شورا دملي دفاع وزارت موظف کړ چې دموضوع د زياتو جزئياتو د بيانولو په خاطر دې ، دغه طرحه د وزيرانو شورا د راتلونکې غونډې داجندا په سرکې وړاندې کړي .
وروسته دملي امنيت دلوى رياست د روان کال په تشکيل کې د يو زرو درې سوه نويو بستونو دمنظوري په باب دبودجې د کميټې پريکړه دماليې دوزير له خوا غونډې ته طرحه شوه چې دتصويب وړ وګرځيده. دملي امنيت لوى رياست او دماليې وزارت دهغې په تطبيق موظف کړاى شول .
دغونډې په پاى کې دماليې او دعامې روغتيا وزيرانو دعامې روغتيا وزارت او د اغا خان موسسې ترمنځ دجمهوريت روغتون دقرارداد د تفاهم ليک طرحه غونډې ته وړاندې کړه .
د وزيرانو شورا دعدليې وزير موظف کړ چې دغه تفاهم ليک دملي ګټو په پام کې نيولو سره دهيواد دنافذو قوانينو په چوکاټ کې وڅيړي او وروستي طرحه دې د وزيرانو شورا راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي .