کابل باختر دتلي اتمه :
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د جمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
د چارو د ادارې او د وزيرانوشورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د وزيرانو شورا د پنځو زرو تنو شهيدانوچې په ١٣٥٧- ١٣٥٨ کلونوکې او د هيواد نورو پيژندل شويو او نوم ورکو شهيدانو پاک روح ته چې د وخت د رژيم له خوا شهيدان شوي دي؛ دعا وکړه او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه يې شهيدانو ته د فردوس جنت اوکورنيو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
د وزيرانو شورا د تيرې غونډې دپريکړې له مخې ټاکل شوې ده د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملي بيرغ د دغو شهيدانو د ماتم په رسم نن اوسبا په وزارتونو، دولتي ادارو او له هيوادڅخه بهر په سياسي نمايندګيوکې نيم ځوړند وي.
دغه راز نن له غرمې وروسته ددغو شهيدانو پاک روح ته ددعا په خاطر د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس او د کابينې د غړو په ګډون د جمهوري رياست د ارګ په جامع جومات کې دکلام الله مجيدختم وشو او ددغو شهيدانو د فاتحې مراسم د حکومت د غړو، د شهيدانو دکورنيو او زموږ د دينداروهيوادوالو په ګډون نن په څلورمه کارته د شيرشاه سوري په جامع جومات، د دريم مکروريان د حضرت ابوبکر صديق( رض ) په جامع جومات او د دشت برچي د لومړۍ برخې د الزهرا په جومات کې پرځاى شول.
وروسته دکورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزي او د سرحدونو اوقبايلو د چارو وزير محمداکرم خپلواک چې په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له ولسي جرګې څخه يې د باور رايه ترلاسه کړه؛ د افغانستان د اساسي قانون دڅلوراويايمې مادې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس په حضور او د کابينې د غړو په وړاندې د لوړې مراسم پرځاى کړل. د وزيرانو شورا د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه په ورځنيو چاروکې د دوى د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د خپل وروستى سفر په باب هراړخيز رپوټ چې د لوړ رتبه دولتي هيئت په مشرۍ دچين د وګړني جمهوريت دجمهور رييس په بلنه د اروپا _ آسيا په کنفرانس کې دګډون په خاطرچې دغه هيواد ته مسافرت کړى و؛ غونډې ته معلومات ورکړل او نتيجې يې مثبتې او ارزښتناکې وبللې .
دغونډې په دوام د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا چې په دې سفر کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس سره ملګرى و؛ د دغه سفر نتيجې يې په دې ډول غونډې ته وړاندې کړې:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس ددغه سفر په بهيرکې د اروپا _ آسيا په ٢٠١٣ اقتصادي ټولنه کې مبسوطه وينا وکړه او دافغانستان متقابلو همکاريو، فرصتونو او د باالقوه ظرفيتونو په باب يې دکنفرانس غړو ته معلومات ورکړل، د اروپا _ آسيا د اقتصادي نوى جوړښت د رامنځته کولو په لاره کې د وريښمو د لارې بيا احيا کول او دمرکزي او جنوبي آسيا د ختيځو او لويديځو هيوادونومعتبرو مارکيټونو ترمنځ د تجارت او ترانزيت لپاره د آسيا _ اروپا براعظمونو په څلورو لاره کې دافغانستان مهم موقعيت ارزښتناک وباله او د آسيا _ اروپا دبراعظمونو د يوې تجارتي لارې په توګه دخپل تاريخي رول د ترسره کولو لپاره د هيواد د تياريو ډاډ ورکړ .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ددغه سفر په بهيرکې د چين د ولسي جمهوريت له جمهور رييس، صدراعظم او د صدراعظم له مرستيال سره په دوستانه فضاکې جلا جلا کتنې وکړې او د اقتصادي، تجارتي، فرهنګي او د امنيتي همکاريو په باب يې خبرې وکړې او د چين لوړ رتبه مقاماتو د سيمې او د نړۍ له هيوادونوسره د افغانستان د ستراتيژيکي اړيکو په ملاتړ باندې ټينګار وکړ او په ټوله مانا يې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهير ملاتړوکړ او د سولې د تامينولو په بهيرکې د فعال رول د ترسره کولو په لاره کې خپل تيارى څرګند کړ.
د دواړو هيوادونو مشرانو د دغو کتنو په بهيرکې موافقه وکړه چې د اقتصادي او تجارتي له ګډې کميټې څخه په استفادې سره د سوداګرۍ او پانګې اچونې په برخوکې خپلې دوه اړخيزې همکارۍ پراخې او د عينکو د مسو دکان د پروژې دکار او د آمو سيند د حوزې د تيلو په پروژوکې دکار دګړندي کولو لپاره خپلې ګډې هلې ځلې زياتې اوګړندي کړي .
دغه راز د دواړوهيوادونو د جمهورو رييسانوپه حضورکې په اقتصادي، تخنيکي، امنيتي او د روزنې په برخوکې دهمکارۍ درې سندونه د دواړو هيوادونو د لوړ رتبه هئيتونو له خوا لاسليک شول چې د هيواد له اقتصاد سره د چين د دوه ديرشو مليونو امريکايي ډالرو نغدي مرسته، د دواړو هيوادونو ترمنځ د بنديانو د استرداد او دکابل او شيان چين د پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ رامنځته کول احتوا کړي دي.
د وزيرانوشورا د چين ولسي جمهوريت ته د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دسفر نتيجې په اقتصادي او سياسي برخوکې دهيواد په ګټه وبللې او دتاييد وړ وګرځولې.
وروسته د وزيرانو شورا د بهرنيو چارو وزارت موظف کړ چې د کثير المسافرت يوکلنه ويزه د چين د ولسي جمهوريت او د ترکيې دهيوادونو هغو ماهرانو ته چې په سترو ملي پروژوکې په خدمت بوخت دي؛ اجرا کړي.
دغونډې په دوام د وزيرانو شورا دعامې روغتيا او دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزيران موظف کړل چې د لوګر ولايت د اذرې ولسوالۍ ته سفر وکړي او دروغتيايي کلينيک په احيا کولو او بيا رغاونه او د ملي پيوستون دپروګرام په پيل سملاسي اقدام وکړي .
دغه راز د پوهنې او دکورنيو چارو وزارتونه او د سيمه ئيزو ارګانونو خپلواکه اداره موظفه ده چې د ښوونځيو د بيا احيا کولو او سمبالولو، د امنيې قوماندانۍ او د دغې ولسوالۍ د ودانۍ د جوړولو او ترميمولو په برخو کې اقدام وکړي او رپوټ يې دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي .
له اجنډا سره سم، د اقتصادي کميټې د روان کال شپږمه او اوومه او د پنځمې ګڼې د دويمې فقرې پريکړې په دې ډول غونډې ته طرحه شوې:
لومړى د ماليې وزير دکابل بانک د خصوصي کولو په باب ددغه وزارت وړانديز غونډې ته طرحه اوڅرګنده يې کړه چې په دې طرحه کې د تير کال په پرتله دبانک په سلوکې د شلو د لګښت کمښت او مياشتنى زيان په سلوکې څلويښت کمښت، دګرانت تورنتون په نامه د بهرنى څيړونکى استخدامول او په سلوکې له پنځه ويشتو څخه تر ديرشو پورې د عوايدو لوړيدل پکې اټکل شوى دى چې د وزيرانو شورا له خواتصويب شو .
وروسته په دولتي شرکت د پست رياست د حقوقي شخصيت بدلون د مخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژى د وزير له خوا غونډې ته طرحه او زياته يې کړه چې د پست شرکت د جوړولو طرحه د پست رسولو د خدمتونو له نورو شرکتونوسره په سيالۍ کې د پست رياست د ځواکمن کيدو په خاطر ترسره شوې ده.
د وزيرانو شورا په دولتي شرکت دپست رياست د حقوقي شخصيت بدلون تاييد کړ او دمخابراتو او د معلوماتي تکنالوژى او د عدليې وزارتونه يې موظف کړل چې ددغه شرکت د اساسنامه طرحه او پړاونه يې بشپړ کړي .
وروسته دکانونو او د پطروليم وزارت دکورنيو او بهرنيو سلاکارانو لست د کانونو او دپطروليم د وزير له خوا غونډې ته طرحه شوه چې د تاييد وړ وګرځيد.
په همدې ترتيب دکانونواو د پطروليم وزير د هغو اشخاصو او شرکتونو د استفادې دڅرنګوالى لست چې په غير قانوني او په خپل سر ډول د هيواد کانونه استخراجوي او ورڅخه ناوړې استفاده کوي؛ غونډې ته طرحه کړ.
د وزيرانو شورا دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست موظف کړ چې د دغو اشخاصولست د قانوني څارنې او عدلي تعقيب په مقصد لوى څارنوالۍ ادارې ته وليږي.
وروسته د ترانسپورت او د هوايي چلند وزير په ترکمنستان کې د ترانسپورتي نمايندګۍ د جوړولو او دپيښور ښارپه ترانسپورتي نمايندګۍ کې د دوو بستونو د پايښت په باب ددغه وزارت وړانديز غونډې ته طرحه کړ.
د وزيرانو شورا يواځې په ترکمنستان کې د ترانسپورتي نمايندګۍ جوړول تصويب کړ.
په همدې ترتيب د سوداګرۍ او صنايعو وزير په آلمان کې دتجارتي اتشې دپايښت او د هندوستان په بمبئي ښارکې د تجارتي اتشې د يوبست زياتوالى غونډې ته طرحه کړ .
دوزيرانو وشرا په المان کې دتجارتي اتشي دوام يي دمالي کال ترپاى پوري او دهندوستان په ممبئي ښار کې دتجارتي اتشي ديو بست زياتوالي تصويب کړ .
وروسته د اداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونودخپلواک کميسيون رييس او دماليې وزير د (سي بي آر) د نتيجو لپاره د ظرفيت د لوړولو د پروګرام دتطبيق دڅرنوالى هراړخيز رپوټ غونډې ته وړاندې کړ.
د وزيرانو شورا د اداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو خپلواک کميسيون، د ماليې وزارت او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست موظف کړل چې د وزيرانو شورا د ١٣٩١ کال د وږي دمياشتې د ديارلسمې نيټې د درې ديرشمې ګڼې مصوبې د پنځمې فقرې د صراحت له مخې ددغه پروګرام اساسات برابر او دنتيجې په باب دې دجمهوري رياست عالي مقام ته رپوټ ورکړي .
دغونډې په پاى کې په هلمند ولايت کې درې جريبه او څوارلس بسوې ځمکې د استملاک او د يوسلو پنځه ونو د زيان جبيره د شپږ اعشاريه اتو مليونو افغانيو په ټوله بيه د خدايداد ملکيت چې د لښکرګاه ښار د نوى سړک تر پروژې لاندې نيول شوې دي؛ د فوايد عامې د وزير له خواچې د استملاک د بيې د لوړوالى له امله تاييد نه شو او د فوايدعامې وزارت موظف شو چې د هغه د استملاک د بيې په کمښت د مسوولوارګانونو له لارې نوى نظر وکړي.
0 6 دقیقې لوستل