امنیت

د وزيرانوشورا دايمي امنيتي کميټې غونډه دمحمديونس قانوني په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختردوږي دمياشتې  ٨  :
دوزيرانو شورا  ددايمي امنيتي کميټې په غونډه کې   چې نن له غرمې وروسته دجمهوري رياست دلومړي مرستيال  محمد يونس  قانوني په مشرۍ دصدارت دګلحانې په ماڼۍکې  جوړه شوه دهېواد  دامنيتي ځواکونو هغه اغيزمند او زړور رول وستايل شو چې ددښمن دتوطيو او بريدونو دشنډولو په مقصد دهېوادپه زياترو سيمو کې  ترسره کوي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دوزيرانو شورا ددايمي امنيتي کميټې دغونډې په پيل کې   دجمهوري رياست لومړي مرستيال دخبرو په ترڅ کې وويل :   چې دافغانستان اسلامي جمهوريت زړورو امنيتي ځواکونوپه تيرو څو ورځو کې   دکندز ، فارياب ، بدخشان ، هلمند ، ننګرهار ، کونړ او دنورستان دولايتونو او دنورو سيمو په پاکولو کې   په پوره ميړانې سره  عمل وکړ او  زموږ دګران هيواد دسولې او آرامۍ ددښمنانو  پراخ بريدونه  يې   په شا وتمبول او هغوى ته يې دسر درانده زيانونه واړول .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  زياته کړه : چې دافغانستان اسلامي جمهوريت دولت اودهېواد ديندار خلک دخپلو دغو رښتينو بچيانو  چې دخپل هېواد دامنيتي بنسټونوپه  چوکاټ کې فعاليت کوي ، وياړي  او ددوى ملاتړ کوي.
په دې غونډه کې دهېواد  دامنيتي بنسټونو مسوولينو  هر يو  په وار سره  دهېواد دمرکز اوولايتونو دامنيتي حالت په باب خپل کاري  رپوټونه وړاندې کړل   چې ددې څرګندوي و  چې دغو بنسټونو  ددښمن دبريدونو په شنډولو  او په شا تمبولو کې  په برياليتوب سره کار کړى دى او لاتراوسه پورې هم هڅه او هاند کوي چې دافغانستان دخلکو ددښمنانو پروګرامونه کشف اوشنډکړي .
دغه راز په غونډه کې  دافغانستان دخلکو ددښمنانو دفعاليتونو دمخنيوي  او ددښمن   د کرغيړنو څيړو دپيژندنې او په ښه  توګه دامنيتي ځواکونو دپياوړتيا او
سمبالولو په لاره کې دهېواد دجيدو عالمانو او رسنيو درول  په باب  رغنده خبرې وشوې  او تصميمونه ونيول شول.
غونډې په دې باب  امنيتي بنسټونو ته مشخصې دندې وسپارلې او وپتيل شوه چې دهغو دعملي کولو دڅرنګوالي په باره کې دې دوزيرانو شورا ددايمي امنيتي کميټې په راتلوونکي غونډه کې هر اړخيزې او رغنده خبرې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته