د وزن پورته کولو ټيم شپږ مډالونه ترلاسه کړل
کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه : د هېواد د وزن پورته کولو ټيم نن د ژيړو د شپږو مډالونو په ترلاسه کولو سره هېواد ته را ستون شو. دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ دبدني روزنې او سپورت لوى رئيس ډاکټر حميدالله ولي رحيمي د دغو برياليتوبونو په ستايلو سره وويل چې، فضل الکريم ترکمن او ميرويس رازقي هر يوه د ايران د فجر لسيزې د نړيوال جام له سياليو څخه هر يوه د برونزو د دريو دريو مډالونو په ترلاسه کولو بريالي شوي دي. ده وويل ؛ د دغو برياليتوبونو او د وزرشکارانو د اتلوليو د دوام په خاطر هلې ځلي کېږي . پاى جذ