د ورېښمو له لارې ۱۰ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته وګرځول شول

کابل، د مرغومې ۲۰مه، باختر

په نيمروز ولايت کې د بې کيفيته تېلو د ګرځولو د کمېټې لخوا د ورېښمو له لارې ۱۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران هېواد ته وګرځول شول.

د دغه ولایت د نفتو او ګازو د وارداتو او خدماتو مدير، مولوي نقيب ‌احمد خالد وايي، په نيمروز ولايت کې د ورېښمو د پله له لارې ۱۰ ټانکره بې کيفيته تېل چې شاوخوا ۲۵۰ ټنه کېږي د یادې کمېټې تر څېړنې وروسته بېرته ايران هېواد ته وګرځول شول.

مولوي نقيب ‌احمد خالد همداراز له ټولو سوداګرو غواړي ترڅو هېواد ته کيفيت لرونکي توکي وارد کړي.

ياده کمېټه د ولايت مقام، استخباراتو، ګمرک رياستونو، نفتو او ګازو د وارداتو او خدماتو مديريت، د کميساري او سټنډرډ ملي ادارې د آمريتونو له استازو څخه جوړه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته