ورزش

د ورزشي مرکزونو ترمنځ د اختلافونو د څيړنې په باب کار دوام لري

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس د فوق العاده استازى د دفتر وياند عبدالکبير واثق وايي: د بدني روزنې او ورزش د رياست او د المپيک د ملي کميټې ترمنځ د اختلافونو د حل کولو لپاره کار دوام لري.
احمد ضيا مسعود په دې وروستيو وختوکې يو هيئت موظف کړ چې د هيواد د دوو ورزشي مرکزونو ترمنځ د ستونزې حل د څيړې او وروستۍ نتيجې يې وړاندې کړي.
د احمد ضيا مسعود وياند عبدالکبير واثق نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: هيئت په دې باب د موجودو ستونزو په څيړنې بوخت دى او په لنډ ممکن وخت کې به د بدني روزنې او ورزش د رياست او د المپيک دملي کميټې ترمنځ داختلافونو د حل کولو لپاره خپل رپوټ به د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته