کابل باختر دوږي اووه ويشتمه :
دبدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوه .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دهندوکش په نامه هغه چاڼيز عمليات چې دملي اردو دمنسوبينو له خوا د روان کال د وږي دمياشتې په څوارلسمه نيټه د بدخشان ولايت دبهارک ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي و؛ په برياليتوب سره پرمخ ځي .
د وروستى را رسيدلى خبر له مخې: ددغو عملياتو په بهيرکې د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ ټولې سيمې د مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي. مخالفينو خپله روحيه په بشپړه توګه له لاسه ورکړې ده او له سيمې څخه تښتيدلي دي .
ددغو عملياتو په بهيرکې شپيته کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف او شنډ کړاى شوي دي او يو هاوان، يو توغندي ويشتوونکي او څه دپاسه ديرش ميله سپکه وسله ويجاړه شوې ده .
دغه عمليات د سيمې د اوسيدونکو له تاوده هرکلى سره مخامخ شوى دى او د سيمې خلکو دملي اردو دمنسوبينو او په دغو چاڼيزو عملياتوکې نورو شاملو امنيتي ځواکونو ته تودهرکلى ووايه .
3 1 دقیقه لوستل