د وردوج ولسوالۍ امنيتي حالت وڅيړل شو

کابل باختر د لړم لسمه :
دبدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ امنيتي حالت د کورنيو چارو وزارت  د ستر امنيتي معين له خوا وڅيړل شو .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي په هغې امنيتي غونډه کې چې د وردوج  ولسوالۍ د حالت د څيړنې په مقصد جوړه شوې  وه ؛ ګډون وکړ .
په دې غونډه کې په وردوج ولسوالۍ  کې د شتو امنيتي ستونزو او چلنجونو دحل کولو په باب  خبرې وشوې او د امنيت د ښه والي او د شتو ستونزو د له منځه وړلو په لاره کې لازم تصميمونه ونيول شول .
  وروسته دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين او سرپرست د وردوج ولسوالۍ له خلکو سره له نږدې  وکتل
په دې کتنه کې د دغې ولسوالۍ څو تنو اوسيدونکو د دغې ولسوالۍ په شاوخوا کې د طالبانو د تروريستي ډلې وحشت ، ظلم او زور زياتي وغندل .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين او سرپرست د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دوى امنيتي ځواکونه د دې قدرت لري چې د افغانستان دخلکو ددښمنانو وروستي تروريستي  ځالي دړې وړې کړي او د دغو ولسواليو خلک وکولاى شي د سولې او امنيت په فضا کې خپل ژوندانه ته دوام ورکړي .
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين او سرپرست په هغې غونډه کې برخه واخيسته چې د بدخشان د والي  شاه ولي الله اديب ، د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندان ، د کورنيو چارو وزارت د عامه نظم او امن د لوى قوماندان او د دغه وزارت د خاصو قطعاتو د لوى رياست د مرستيال ، دسرحدي قواوو د لوى قوماندانۍ د کشف د رييس، دبدخشان  ولايت د امنيه قوماندان ، د ملي امنيت د رييس او د دغه ولايت د يوشمېر ملکي او نظامي مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين او سرپرست د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له خوا د چاڼيزو عملياتو دترسره کولو يادونه وکړه او ويې ويل چې زموږ امنيتي ځواکونه ښه وړتيا او ځواکمني لري .
ده زياته کړه:  موږ د افغانستان د خلکو دښمنانو ته اجازه نه ورکوو چې له پاکستان څخه زموږ خاورې ته را ننوځي او زموږ دخلکو امنيت ګدوډ کړي.
دغه ر از ستر پاسوال  محمد ايوب سالنګي د دغه سفر په بهير کې د تخار ، کندز او بغلان ولايتونه وکتل  او د دغو ولايتونو له سرپرستانو او له مشرتابه هيتونو سره په کتنو کې يې ددغو ولايتونو امنيتي حالت وڅيړه.
  دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين او سرپرست دکندز ولايت د استيناف  څارنوالۍ په اداره کې د ځانمرګي بريد د پيښې  ځاى چې د څو تنو څارنوالانو ، د ملي پوليسو د منسوبينو او د ملکي وګړو دشهادت سبب شوى و؛ وکوت .
ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي زياته کړه: دپوليسو د منسوبينو د هيوادپالنې  روحيې، د ملي پوليسو، ملي اردو او دملي امنيت په ګډون د امنيتي ارګانونو ترمنځ ښه همغږۍ او له دغو ځواکونوسره د خلکو پراخ ملاتړ د ډار اچوونکو او د هغوى د بهرنيو ملاتړو روحيه کمزورې کړې ده او د هيواد له  ميړنيو امنيتي ځواکونوسره د مقابلې توان يې له لاسه ورکړى دى .
ددغه سفر په بهير کې ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي دکابل _ بدخشان په لويه لاره کې امنيتي پوستې وکتلې او په دې لاره کې د امنيت د لازيات ښه والي لپاره يې مسوولينو ته لارښوونې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته