کابل باختر د کب دويمه :
ګرانو هيوادوالو، خويندو او ورونو !
د افغانستان د خلکو د سياسي مبارزو په تاريخ کې په وروستيو څلورو لسيزو کې د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتې دريمه ځانګړى ځاى لري .
په دې ورځ دهيواد دپايتخت سرلوړو اوميړنيوخلکو چې دوخت د شوروي اتحاد د سره پوځ له خوا د خپل هيواد د اشغال شاهدان وو؛ په سرښندونکي توګه دکمونستي رژيم او د وخت دشوروي اتحاد د يرغلګرو ځواکونو پرضد په کابل ښارکې په سراسري پاڅون لاس پورې کړ.
ددغې وياړلۍ ورځې په مناسبت تاسو آزادي دوستو اوميړنيو خلکو ته مبارکي وايم .
دکابل آزادي غوښتوونکو خلکو دکب دمياشتې په دريمه شپه د (الله اکبر) په نارو سره ټول ويښتيا د پاڅون پيل ته وهڅول او د کب د مياشتې د دريمې نيټې سهار وختي، ښار په يو موټيتوب سره په پاڅون لاس پورې کړ او رژيم يې وارخطا کړ.
د١٣٥٨کال دکب دمياشتې په دريمه ورځ دکابل وګړني پاڅون که څه هم درژيم دپوځيانو په يرغل سره چې دکابل دخلکوله بې رحمانه وژنې سره جوخت و؛ وځپل شو. خو حق غوښتوونکى پيغام يې په ډيرلنډ ممکن وخت کې د هيواد په ګوټ ګوټ کې خپور شو.
د ټول هيواد خلکو د هغه هرکلى وکړاو د هغه په پيروي زموږ مسلمانو او آزادي دوستوخلکو په ځينو ولايتونوکې د رژيم پرخلاف په وسله والوپاڅونونو لاس پورې کړ او ويې ښودله چې دوى ته د خپل هيواد آزادي او استقلال څومره مهم دى.
ګرانو هيوادوالو!
د ١٣٥٨کال دکب دمياشتې د دريمې نيټې پاڅون وښوله چې د خپل هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ د دفاع لپاره دافغانستان دخلکو اراده نه ماتيدونکې ده .
لکه څنګه چې خلک شاهدان وو چې دکمونستي رژيم امنيتي ځواکونو له دغې ورځې وروسته په پراخه توګه دخلکواو د پاڅون کوونکو په نيونې لاس پورې کړ. خو دغې ډار اچونې دخلکو روحيه زيانمنه نه کړه او د پايتخت د خلکو د آزادي غوښتنې حرکت د افغانستان دخلکو د روا جهاد په ملاتړ دوام وموند.
د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتې د دريمې نيټې دپاڅون ځپل چې د سره پوځ د پوځې ځواکونو له ملاتړ سره جوخت و؛ وښودله چې رژيم په څومره بې رحمۍ سره د افغانستان دمسلمانو او بيګناه خلکو له منځه وړلو ته ملاتړلې ده .
ګرانو هيوادوالو !
زه په داسې حال کې چې ددغې حماسې زيږونکي ورځې درناوي کوم او هغه د خپل هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره دکابل دمظلوموخلکو کارنامه بولم؛ باور لرم چې د قرآنکريم د لارښوونې پربنسټ دباطل پرضددحق مبارزه تل بريالي کيږي.
دهغوکسانو پاک روح ته چې په دې ورځ يې په حماسو سره خپل خوږ ژوند د خپل هيواد او د خپل پت او عزت په لاره کې قرباني کړ او د افغانستان د خلکو د جهاد، مقاومت او آزادۍ دلارې دټولوسورکفنو شهيدانو پاک روح ته دعاکوم.
1 2 دقیقې لوستل