د واټ د نړيوال ترانسپورت او ترانزيت ستونزې په کابل کې وڅيړل شوې
کابل باختر د وږي د مياشتې ٢ :
د واټ د نړيوال ترانسپورت او ترانزيت د آسانتياوو په باب د معلوماتو دترلاسه کولو ورکشاپ نن په کابل کې جوړ شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
د دغه ورکشاپ د کار په پيل کې د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا خبرې وکړې او ويې ويل : د هېواد له بندرونو او تجارتي دهليزونو څخه په استفادې سره د سيمه ييز او نړيوال ترانزيت د پرمختيا او د ترانزيتي او تجارتي موافقه ليکونو د تطبيق له لارې د سوداګرۍ د پراختيا لپاره زمينه برابرو .
وروسته د ترانسپورت وزارت معين جارالله منصوري وويل: افغانستان د واټ د ترانسپورت او ترانزيت د نړيوال سازمان غړيتوب لري او موږ تيار يو چې په دې برخه کې ټولې ستونزې د ترانزيت له نړ يوال سازمان سره په تفاهم کې حل کړو.
وروسته د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د عامل هيئت مرستيال، د ايکو دسازمان استازي او د واټ د نړيوال ترانسپورت د سازمان سلاکار د ورکشاپ دبېلابېلو موضوعګانوپه باب خبرې وکړې .
په دې ورکشاپ کې چې د دوو ورځو لپاره جوړ شوى دى؛ د ايران، ترکيې، ازبکستان او د پاکستان د هېوادونو استازي او د اړندو کورنيو او نړيوالو ادارو استازي ګډون لري او ټاکل شوې ده چې د افغانستان په ګډون د واټ د نړيوال ترانسپورت د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورت او ترانزيت په برخه کې د ستونزو او چلنجونو په باب خبرې وشي .
هغه هېوادونه چې د واټ د نړيوال ترانسپورت د سازمان غړي دي؛ په خپلو اړوندو هېوادونوکې د دغه سازمان د يوې نمايندګۍ د اجازه ليک په ترلاسه کولو سره کولاى شي خپل تجارتي مالونه بهر ته وليږدوي.
د سيمينار کار سبا هم دوام لري .