د واټونو د نومولو کمېسيون پرڅو واټونو نومونه کېښودل
کابل/ د چنګاښ٨ مه / باختر
د واټونو د نومولو کمېسيون په افغانستان کې د ملي او متنفذو شخصيتونو په نومونو د يوشمېر واټونو پر نومولو موافقه وکړه.
دغه کمېسيون نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست محمدطاهر زهيرپه مشرۍ غونډه وکړه او د بدخشان په بندر کې يې د شاعر، ساينس پوه او د سلطان حسين بايقرا د وزير اميرعلي شيرنوايي په نوم د يو واټ پر نومولو موافقه وکړه.
ياد کمېسيون دغه راز د کابل په لويديځ کې د پوهنې شهيدانو په نامه د يو٤٠ متره واټ پر نومولو موافقه وکړه.
د پوهنې شهيدان هغو زده کوونکو ته اشارده چې د کابل په دشت برچي سيمه کې د سيدالشهدا ښوونځي او په نورو روزنيزو کورسونو کې په تروريستي پېښو کې شهيدان شوي دي.
دغه راز په دې غونډه کې د پښتنو د حقوقو مبارز او مدني فعال شهيد عثمان کاکړ په نامه په کابل کې د يو واټ پر نومولو موافقه وشوه.
محمدطاهر زهير د ډيورند کرښي اخوا د پښتنو د حقوقو د تامينولو او هم په افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وژنې پر وړاندې د هغه د پاڅون لپاره د دغه مدنې فعال عدالت غوښتنې ته په اشارې سره وويل: هغه د دې وړ دى چې په کابل کې يو واټ د ده په نامه شي.
عثمان کاکړ د پښتنو د حقوقو فعال و چې په خپل کور کې یې په مرموزه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز په بدخشان کې د نامتو شاعر او ساینس پوه امیرعلي شیرنوايي په نامه د واټ نومول په افغانستان کې د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره یو ښه ګام وباله.
هغه د پوهنې شهيدانو په نامه د کابل په لويديځ کې د يو٤٠ متره واټ د نومولو په خاطر د کمېسيون پريکړه وستايله.
په دې غونډه کې په هېواد کې د شخصيتونو په نومونو د ځينو واټونو نومولو لپاره يو لړ غوښتنې وڅېړل شوې.
دغونډې غړو دغه راز د واتونو د نومولو کمېسيون نوی طرزالعمل تایید کړ.
\ ذ