د واټونو د نومولو کمېسيون د طرزالعمل مسوده په اصولو کې تاييد شوه

کابل / د غبرګولي١١ مه / باختر
د واټونو د نومولو کمېسيون غونډه نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ جوړه شوه.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: په غونډه کې د کمېسيون غړو د واټونو د نومولو پر يو شمېر پيشنهادونو چې له مرکز او ولايتونو څخه د دولتي او غير دولتي بنسټونو له خوا کمېسيون ته سپارل شوي ، بحث وکړ.
هغوى د يو شمېر واټونو د نومولو په تړاو پيشنهادونه له بيا کتنې وروسته د کمېسيون له قواعدو سره سم لازمې پريکړې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سترحقوقي سلاکار دلاورنظيرزوى د واټونو او عامه ځايونو د نومولو کمېسيون د طرزالعمل د مسودې په اړه توضيحات ورکړل.
ورپسې، د کمېسيون غړو له بيا کتنې وروسته ؛ د واټونو اوعامه ځايونو د نومولو کمېسيون د طرزالعمل مسوده په اصولو کې تاييد کړه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته