کابل / د زمري ۲۲مه / باختر
د وارداتي برېښنا يو مزی تېره شپه د بغلان د خنجانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جګړې له امله پرې شوی دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان برېښنا شرکت څرګنده کړې ده چې د بغلان برېښنا رياست مسوولينو خبر ور کړى دى چې تېره شپه د بغلان د خنجانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وارداتي برېښنا پر يو مزي د ګولۍ د لګېدو له امله د برېښنا بهير پرې شوى دى.
برېښنا شرکت ويلي دي چې د دغه شرکت د لوړ ولتاژ ټيم هڅه کوي د جګړې د پاى ته رسېدو او د امنيتي وضعیت په ښه کېدو سره ساحې ته لاړ شي او د وارداتي برېښنا مزی بېرته وتړي.
ختم-ج-ا