کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دبغلان په ولايت کې دواده په مراسمو کې دنښتې په بهير کې اووه تنه ووژل شول او يو تن تپي شو .
دغه جګړه نن دده صلاح ولسوالۍ دارزګان په کلي کې هغه وخت ونښته چې وسله والو کسانو ددغو مراسمو په برخه والو ډزې وکړې .
دده صلاح ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل عبدالقدير دباختراژانس خبريال ته وويل په دې پيښه کې اووه تنه ووژل شول او يوتن ټپي شو
ده ټينګار وکړ چې ددغې پيښې په قربانيانو کې يوه ښځه او دهغې لور هم شامل دي .
امنيه قوماندان ددغې نښتې د اصلي لامل ددوو کورنيو ترمنځ شخصي دښمني وبلله.
ويل کيږي چې اوس سيمه دامنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده او قضيه تر څيړنې لاندې ده .
1 1 دقیقه لوستل