امنیت

د واده په مراسمو د وسله والوکسانو د ډزو له امله دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول

کابل باختردتلي اتلسمه :
په پروان ولايت کې  تيره شپه  د واده  په برخه والو  دوسله والو کسانو  د ډزو له امله  دوه تنه ووژل شول  او څلور تنه نور ټپيان شول .
دپروان دوالي وياند وحيد صديقي باخترآژانس ته وويل چې دغه پيښه دپروان ولايت  دبګرام ولسوالۍ په چين زايي کلي کې رامنځته شوه .
دصديقي دڅرګندونو له مخې: دغه پيښه د واده په برخه والو د ناپيژاندوسله والو کسانو د ډزو له امله رامنځته شوه چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او د يوې نجلۍ په ګډون  څلور تنه نور ټپيان شول .
  خبرځاى وويل چې د پيښې عاملين له ساحې څخه  په تيښتي بريالي شوي او تراوسه پورې په دې اړوند څوک نه دى نيول شوى.  
ده وويل چې د دغې پيښې علت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته