امنیت

د هېواد په څلورو ولایتونو کې د ٢٣ چاودنو مخه ونیول شوه .

کابل د وږي ۲۹ باختر
د کورنیو چارو وزارت وایي پولیسو په تېرو ٢٤ ساعتو کې په څلورو ولایتونو کې په جلا جلا عملیاتو کې ٢٣ ماینونه کشف او شنډ کړي دي .
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ویل کېږي چې ٢٣ ماینونه چې تروریستانو د فاریاب،  سرپل،  هرات او خوست د ولایتونو په بېلا بېلو سیمو کې ځای پرځای کړي وو کشف او شنډ کړي دي . پاى- سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته