د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې او مالدارۍ کمپلکسونه جوړېږي
کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د نویو مېتودونو د دودولو په موخه د کرنې او مالدارۍ کمپلکسونه جوړېږي.
په همدې موخه د یادو کمپلکسونو د جوړولو طرحه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له سرپرست مولوي عطاء الله عمري سره شریکه او د یاد وزارت د رئیسانو او کارپوهانو د دغې طرحې په اړه هراړخیز معلومات ورکړل او د هغې پر اهمیت او ارزښت یې خبرې وکړې.
مولوي عطاء الله عمري د یادې طرحې د بډاینې په موخه خپل نظریات شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې کرنیز کمپلکسونه دې د کروندګرو، مالدارانو او بڼوالو لپاره د روزنیزو مرکزونو په څېر وي ترڅو هغوی د کرنې او مالدارۍ له نویو لارو چارو سره بلد کړي.
په پای کې دغه طرحه د کرنې وزارت د سرپرست له خوا تایید شوه او لارښوونه يې وکړه، چې د متخصصينو څلور ټيمونه دې د افغانستان څلورو زونونو ته سفر وکړي او ځمکې دې وټاکي، څو د عملي کار د پيل لپاره اقدام وشي.