د هېواد په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو نوي راکټي بريدونه .
کابل باختر دوري شپږمه :
د هېواد په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه يوځل بيا پيل شوي دي .
د تېرو ٢٤ ساعتو په بهير کې په نويو بريدونوکې د نورستان ، ننګرهار او کونړ د ولايتونو ځينې سيمې د لسګونو توغنديو د لګيدو ډګر وې . خو ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې د سرزيان نه دى رامنځته شوي .
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپاکستاني پوځيانو په نويو راکټي او توپچي بريدونوکې چاته زيان نه دې اوښتى . دوروستيو درې شپو او ورځو په بهير کې د هېواد ځينې ختيځې سيمې دلسګونو توغنديو دلګيدو ډګر وې .
د پاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه شپږ کاله مخکې پيل شوې او د هېواد په حتيځو سيمو دغه بريدونه لا هم دوام لري .
د دغو بريدونو له امله په زرګونو کورنى دخپلو کورونو پريښودو ته اړې شوي دي . ختم- ج _ اکرم