د هېواد په ٣٣ ولايتونوکې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير پيل شو

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٨مه له غزني ولايت پرته د هېواد په ٣٣ ولايتونوکې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې ملاتړيز بهير نن پيل شو . د باختر آژانس د خبرله مخې: په دغه بهير کې د رايې ورکولو په شرايطو برابر کسان چې تېرکال د نوم ليکنې له بهير څخه پاتې دي، هغه کسان چې نوي ١٨ کلنى ته رسيدلي دي او يا هم هغه افغان مهاجر چې هېواد ته راستانه شوي دي؛ کولاى شي ګډون وکړي. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رييس حبيب الرحمن ننګ وايي چې د رايې ورکوونکو لپاره د نوم ليکنې د تقويتي بهير لپاره چمتووالي لري او د نوم ليکنې ٨٠ سلنه توکي ولايتونو ته لېږل شوي دي. ننګ زياته کړه: موږ د هېواد په ٣٣ ولايتونوکې د نوم ليکنې تقويتي بهير ترسره کوو او يواځې په غزني ولايت کې دنوم ليکنې عمومي بهير اجراکېږي. پخوا په دغه ولايت کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير نه و ترسره شوى، په ټوليزه توګه د افغانستان په ٣٣ ولايتونو ٤٥٨ مرکزونوکې د نوم ليکنې تقويتي بهير او په غزني کې په ٢٧٤ مرکزونوکې د نوم ليکنې عمومي بهير ترسره کوو. دى وايي: له غزني پرته د هېواد په ټولو ولايتونوکې ٩ ميليونه ٥٠٠ زرو تنو نومونه ليکلي وو. د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې اجرايي رييس يوسف رشيد وايي چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير له پيل مخکې بايد د دغه بهير په باب خلکو ته د پوهاوي ورکولو په اړوند زيات تمرکز وکړي . ده زياته کړه چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون خلکو ته د دوامدارې پوهاوي ورکولو په باب زيات تمرکز کړى دى چې هغوى د انتخاباتو د بهير او د دغه بهير له ښېګڼو څخه خبر شي او کميسيون په همدې حال کې ډاډ ورکاوه، هغه نيمګړتياوې او ستونزې چې په تېرو انتخاباتوکې په تېره بيا د نوم ليکنې په بهير کې رامنځته شوې دي؛ نه تکراريږي او د جعلي تذکرو د کارولو د مخنيوي په لاره کې يو پراخ پروګرام درلود چې خلکو له دې پلوه ډاډ ترلاسه کاوه. د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولين وايي چې سر له ننه (شنبه) د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د تقويتي بهير په باب د عامه پوهاوي پروګرام هم اجرا کوي . بايد وويل شي چې دغه پروګرام د ٩٠٠ تنو مبلغينو له خوا پرمخ بيول کېږي. ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته