ټولنه

د هېواد په لويديځ کې له څه د پاسه زرو اړو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر د لړم  لسمه :
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د بادغيس، فراه او هرات په ولايتونوکې له څه د پاسه زرو اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه .
په دې مرسته کې وريجې، لوبيا، بوره، غوړي، چاى او مالګه شته .
د هېواد د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې پړاو کې د ايران او پاکستان له هېوادونو څخه خپل هېواد ته له څه دپاسه ٢٠٠ راستنو شويو کورنيو او هم د جګړو له امله بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده .
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې په هېوادکې له اړو کسانو سره د دغې ټولنې د مرستو بهير دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته