امنیت

د هېواد په سویل ختیځ کې ۱۹تنه ترهګر وژل شوي دي

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۲ مه
د پکتیا ولایت د زرملې او ځاځي آریوب ولسوالیو په مربوطاتو کې ١٩ تنه ترهګر وژل شوي او درې تنه نور یې له یوې اندازې مهماتو او وسلو سره نیول شوي دي.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته