کابل باختر د وري د مياشتې ٢٥ مه
د قندهار، فاریاب او د هرات په ولایتونو کې د ملي پولیسو په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ تنه نور ټپیان شول.
باختر اژانس ته د کورنيو چارو زارت څخه په رارسېدلې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې،دغه عمليات د قندهار ولايت په معروف،د فارياب ولايت په قيصار او د هرات ولايت په چشت شريف ولسواليو کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په ترسره شويو عملياتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.پاى_ ذکرالله