کابل/دلړم۲۶مه/باختر
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ ځايي مسوولین وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د ۱۷۶ ښځو او ۹۶ ماشومانو په ګډون ۷۲ داعش افغان ځواکونو ته تسلیم شول.
د هسکې مېنې ولسوال عاشق الله سادات باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال د تېرو ۲۴ ساعتو په بهيرکې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې وسله والو امنيتي ځواکونو ته خپلې يو شمېر وسلې هم سپارلې دي او اټکل کېږي چې زیات شمېر نور داعش وسله وال به هم حکومت ته تسليم شي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې سلګونه داعش وسله وال له مېرمنو، ماشومانو او وسلو سره يې امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
پای/وصال